IQNA

د بیروت د چاودنې په وړاندې غبرګونونه، سیاسي کړچار او دوګوني چلند

20:17 - August 06, 2020
د خبر لمبر: 3483481
تهران (ایکنا) - په بیروت کې د سې شنبې د ورځې د چاودنې د مړو شمېر ۱۵۰ او د ټپیانو شمېر ۵ زرو ته ورسېد خو بیا هم دا وروستۍ شمېرنې نه دي او دا امکان شته چي د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.

د بیروت چاودنه د انساني زیانونو په هاخوا د لویو اقتصادي زیانونو سبب هم ګرځېدلې دهو د بیروت ښاروال وویل: په میلیاردونو ډالر د بیروت ښار ته اقتصادي تاوان وراوښتي دي، د بیروت والی مروان عبود بیروت ته د اقتصادی زیانونو ارزښت ۱۵ میلیارد ډار سنجولي دي.

د بیروت د چاودنې په وړاندې د هیوادونو غبرګونونه په دوو برخو وېشل کیږي، د نړۍ زیاتو هیوادونو د دې پیشې په وړاندې انساني دریځ نیولي او لبنان سره مرستي ته لومړیتوب ورکړی.

ایران، عراق، قطر، روسیه او سوریه د بیروت چاودنې په وړاندې انساني چلند خپل کړې او حتی د ایران مرستې بیرت ته سمدلاسه استول شوي او ورسېدلي دي، د عراق د تیلو وزیر هم د بیروت هوایي میدان ته د ډاکټرانو د یو ټیم په ملتیا ور رسېدلي چي د زخمیانو په درملنه کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چي د عراق د لومړي وزیر د حکم سره سم د تېلو یو لوی کاروان د لبنان پر لوری حرکت کړی دی.

خو د دغو انساني چلند په اپوټه ځینو هیوادونو د دغي پیښي څخه چي په زرګونو قربانیان درلودل د سیاسي ګټي پورته کوونې په هڅه کې دي، ټرامپ په خپلو خبرو کې بیا د چاودنې لامل یو لوی بم بللی وو، دا په داسي حال کې دی چي د لبنان دولت د چاودنې لامل د کیمیکل موادو غیر اسټندرد ذخېره کوونه بللې وه.

سعودي عربستان بیا تر امریکا هم پښه اوږده کړې او د سیاسي استفادې لپاره د مرستي کولو تر څنګ د خپلو رسنیو په مټ دې پېښه کې د لبنان حزب الله ګرم بللی دی، دوې خبرې چینلونه العربیه او الحدث سمدلاسه د دې پیښې وروسته ادعا وکړه چي یاده چاودنه د حزب الله د وسلو په یو انبار کې را مینځ ته شوې او دغه ستره خرابي یې رامینه ته کړې ده.

دا په داسي حال کې دی چي چاودنه د لبنان په جنوب کې چي شیعه میشت دی او حزب الله په کشې فعالیت لري نه ده رامینځ ته شوې بلکي د لبنان په داسي یوه سیمه کې رامینځ ته شوې چي هلته حزب الله فعالیت نه لري.

صهیونیستي رژیم د دې چاودنې په اړه چوپتیا غوړه کړې خو د صهیونیستي رژیم تش په نامه پارلمان مخکنی غړی او د نیواکي فلسطین د افراطي ملي پالو د ګوند مشر موشه فیلین خپله خوشحالي څرګنډه کړې او د یهودیانو لپاره یې د اختر په څېر بللی دی.

د لبنان د غمیزي څخه د حزب الله د مخالفانو سیاسي استفاده په نړۍ کې د توندو غبرګونو سبب شو، په لبنان کې د روسیې سفیر الکساندر زاسپکین د دغي لویي غمیزي څخه د سیاسي استفادې په هکله وویل: په داسي یو حالاتو کې باید له سیاسي ګتي پورته کوونې څخه ډډه وشي او پروپاګنډا نه وشي ځکه چي دلته په زرګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی دیمیتري پولیانسکی هم د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپو خبرې چي د مرستې کولو په اړه یې کړي وي، تشي د خولې خبرې وبللې او زیاته یې کړه چي که امریکا په حقیقت سره غواړی د لبنان سره مرسته وکړي نو باید هغه یواړخیز لګېدلي بندیزونه لیري کړي تر څو لبنان وکولای شي د اقتصادي ستونزو پرته د بیروت بیارغونه پیل کړي.

captcha