د افغانستان د ملي امنیت ادارې رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ددغې ادارې ځانګړو ځواکونو دشنبی ورځې په ماښام دجلال اباد ښار اړوند دشپږمې ناحیې د مولوي خالص فاملیو سیمه کښې د داعش ډلې داستخباراتو عمومي مشر اسداالله اورکزی وواژه.
په خبر پاڼه کې ویل شوي چې وژل شوي تن په ګڼ شمیر ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
بل پلو دننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایې د ملي امنیت ځواکونو په دغو عملیاتو کښې د داعش ډلې داستخباراتو عمومی مشر ضیاالرحمن مشهور په اسداالله اورکزي وژلی دی.
هاخوا په سیمه کی عینی شاهدانو ویلی چې ملی امنیت ادارې ځواکونو دغه تن د تیښتې پرمهال وژلی او د هغه دوه تنه ملګري یې ژوندي نیولي دي خو د ملي امنیت ادارې په خبرپاڼه کی د نیول شویو کسانو او د هغوی د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.