IQNA

د اسلامي شورا یوولسمې دورې د پیل په مناسبت د انقلاب د معظم رهبر پيغام

21:11 - May 27, 2020
د خبر لمبر: 3483185
تهران (ایکنا) - د کارپوهه، فعالو او امانتدارو نمایندګانو پارلیمان به د چارو په سر کښې وي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د یولسم پړاؤ د کار پیلولو په مناسبت یو پيغام کښې، د چارو په سر کښې د پارلیمان د راتلو یو ضرورت د فعالو، منظمو، پاک لمنو، امانتدارو او د هیواد په حالاتو او وړومبیتونو د پوهو استازو شتون وباله.

په دغه پيغام کښې چې نن سهار حجت الاسلام والمسلمین محمد محمدي ګلپایګاني د اسلامي شورا د یولسم پړاؤ د پرانیستې په مراسمو کښې ولوسته، حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې اقتصاد او کلتور د هیواد د وړومبیتوبونو په سر کښې دی، استازو ته د کمزورو پرګنو معیشت معیشت، د کار کسب او تولید او تورم په شان د اقتصاد د اصلي لیکو اصلاح، د نظارتي دندو په ترسره کولو کښې د تقوا او انصاف خیال ساتلو، په مهمو پيښو کښې انقلابي دریځنیونو او له مجریه او قضائیه قواؤ سره ورورولیز تعامل ته د وړومبیتوب ورکولو په شان چارو سپارښتنه وکړه.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د پارلیمان د نوي پړاؤ له پیلیدو او د نړیوالو د سترګو مخې ته د اسلامي ولسواکۍ د ځلانده او پرتمین تندي څرګندول، د پارلیمان د جوړولو لپاره د ولس د همت او انګیزې قدرونه وکړه او نویو منتخبانو ته یې مبارکي وویله.
دوي وویل چې که قانون سم او د اجرا وړ وي او د د اجرا له ضمانتونو یې په سمه توګه ګټه واخیستله شي نو هیواد خپلو لوړو اهدافو ته رسیدې شي.

3901460

captcha