IQNA

په مینځنی ختیځ کښې د امریکا د پلانونو په ماتی د حسن نصر الله ټینګار

22:31 - March 09, 2019
د خبر لمبر: 3482011
نړیواله ډله: د درې دیرش(۳۳) ورځني جنګ یوه(۱) ترټولو مهمه پایله داوه چې ددغه رژیم د ماتي دنه خوړلو تبلیغات یې دروغ ثابت کړل .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د لبنان دحزب الله غورځنګ مشر سید حسن نصر الله وویل امریکا په ۲۰۰۶ میلادی کال د مقاومت د ختمولو لپاره ستر پلانونه(plan) لرلی دی خو د مقاومت د چورلیز پایدارۍ دغه پلانونه له ماتی سره مخ کړی دی .حسن نصر الله  په دې خبرې سره چې هیله کیږی د مقاومت په چورلیز د امریکا بایکاټونه زیات شی وویل د مقاومت چورلیز دامریکا او د اسرائیلو پروژې ته چې د سیمې دځینو عربو هیوادونولخوا یې ملاتړ کیږی ماتی ورکړی ده .د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله په دې خبرې سره چې د مقاومت چورلیز هماغه لوری دی چې د پیړۍ د معاملې له لارې د خپلې تاریخی بریا د تحقق لپاره دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لرلیدونو په مقابل کښې ولاړ دی .
حقیقت دا دی چې امریکا په بیلابیلو پړاونو کښې له نوی مینځنی ختیځ رانیولی د پیړۍ تر معاملې پورې له خپلو دسیسو څخه د ډکو پلانونو د اجرا کولو کوشش کړی دی  چې ددغو پلانونو اصلی چورلیز په مینځنی ختیځ کښې د قدرت له جوړښته د مقاومت دچورلیز حذفول او دسیمې په بره قدرت د صهیونیسټ رژیم بدلول وو .
د نوی مینځنی ختیځ پلان دامریکا د هغه وخت د ولسمشر جارج بوش  او دهغه وخت دخارجه وزیرې کونډولیزا رائیس لخوا تعقیبیده او ددغه پلان د لارې نقشه هم ددرې دیرش (۳۳)ورځنی جنګ له لارې په ۲۰۰۶ میلادی کال کښې تعقیبیدله .
خو هغه څه چې رامینځته شول په جنګ کښې داسرائیلو سخته ماتی وه په دې ډول چې دغه جنګ د لبنان په حزب الله د اسرائیلو اخری یرغل وو او له  هغه وروسته اسرائیل له حزب الله سره له هرډول جنګ کولو ویره لری .
هماغه ډول چې د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله ټینګار لرلی دی په لبنان کښې مقاومت او دهغه پایدارۍ د اسرائیلو رژیم ته ماتی ورکړه او دغه نیواکګر او ماجرا غوښتونکی رژیم ته یې نه هیریدونکی درس ورکړ .
د درې دیرش(۳۳) ورځنی جنګ یوه(۱) ترټولو مهمه پایله داوه چې ددغه رژیم د ماتی دنه  خوړلو تبلیغات یې دروغ ثابت کړل او په نیواکی فلسطین کښې د لومړی ځل لپاره دفاعی پلانونه(plan) د صهیونیسټانو په ایجنډې کښې شامل شول .
په مینځنی ختیځ کښې ورپسې بدلونونو وښودله چې دسوریې د جنګ په شان په سیمه کښې دامریکا نوی پلانونه په ۲۰۰۶ میلادی کال کښې دتموز دجنګ په کرښو کښې وو او که چیرې لبنان په هغه جنګ کښې ماتی خوړلی  نو ورپسې هدف د سوریې د حکومت نسکورول وو چې احتمال ددغه چارې د تحقق احتمال هم زیات وو .
په سوریې کښې له ۲۰۱۱ میلادی کال وروسته بدلونونه د دې ښودنه کوی  که څه هم په درې دیرش(۳۳) ورځنی جنګ کښې داسرائیلو ماتی د سوریې د نظام دنسکورولو پلان له ماتی سره مخ کړ خو دغه پلان هیڅکله هیر نکړی شو او امریکا او صهیونیسټ رژیم په دې زمینه کښې خپله هرډول هڅه وکړه خو د مقاومت غورځنګ دغه خوځښتونه ناکامه کړل .
په درې دیرش(۳۳) ورځنی جنګ کښې د صهیونیسټ رژیم ماتی دسیمې دمقاومت په وړاندې د ددغه رژیم د ورپسې پوځی ماتیو او د امریکا او دصهیونیسټ رژیم د نویو پلانونو دناکامه کیدا سریزه وه .
په بیلابیلو پړاونو کښې په غزې تړانګې د حملو په بهیر یعنی  په ۲۰۰۹ میلادی کال کښې په دوه ویشت(۲۲) ورځنی جنګ په ۲۰۱۲ میلادی کال کښې په اته (۸)ورځنی جنګ په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې په پنځوس(۵۰) ورځنی جنګ او بالاخره د ۲۰۱۹ میلادی کلا په نوامبر میاشت کښې په دوه(۲) ورځنی جنګ کښې دصهیونیسټ رژیم ناکامیو د فلسطین دخلکو دمقاومت په وړاندې داسرائیلو د بې وسۍ او د نا توانۍ اوج نندرې ته وړاندې کړ .
دغو ناکامیو په تیره بیا د فلسطین دغزې تړانګې پرضد د ۲۰۱۸ میلادی کال په نوامبر میاشت کښې په دوه(۲) ورځنی جنګ کښې دصهیونیسټ رژیم ماتی چې د تیرو جنګونو په شان د امریکا په اجازې سره وشو په سیمه کښې د خپلې نوی دسیسې یعنی د پیړۍ دمعاملې د پلان دپرمخ بیولو لپاره دامریکا ټول تداکارت او فضا جوړونې له ماتی سره مخامخ کړې .
دغه بدلونونه دامریکا د مینځنی ختیځ دسیاست لپاره ډیره ناکامۍ  او دصهیونیسټ رژیم لپاره ذلت ګڼل کیږی چې د مقاومت د جبهې له لوری رامینځته شوی دی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i80811
captcha