IQNA

په سریلانکا کښې د دینونو ترمنځه غونډه پیل شو

22:10 - August 06, 2019
د خبر لمبر: 3482337
نړیواله ډله: د اسلام نړیواله اتحادیه(MWL) د دینونو ترمنځه یو غونډه د سریلانکا پلازمینه په کلمبو کښې پيل کړو.
د ایکنا راپور له مخې، د عرب نیوز نه په نقل، په دغه غونډه کې ګډون کوونکې د مسلمانانو، مسیحیانو، یهودیانو، بودایی، هندو لارښوونکې او همدارنګه نور دوه زره دینی څېړونکې، سیاستوالو، فکر روښانه او د رسنیو فعالو له بېلابېلو هیوادونو ته شامل وو.
میتریپالا سیریسنا د سریلانکا ولسمشر په دغه غونډه کښې وویل: یقین لرم چې دا غونډه د سولې او ګډژوند پيغام به خپور کړې.
محمد بن عبدالکریم العیسی، د دغه اتحادیه ستر مشر هم څرګنده کړه: دا مهمه غونډه د سولې، د بېلابېلو دینونو منونکو لپاره د دینونو حقیقت روښانه کولو چې د سولې او ګډ ژوند په ټکل کې دې، په ګوته کوې.
هغه زیاته کړه: هیڅ یو دین د بشریت لپاره غبرګون نه لرې او د لارښودو او دینی شخصیتونو دنده دا ده چې د دینونو په خلاف تورونو ځواب ورکړي.
http://iqna.ir/fa/news/3832431
captcha