IQNA

اردوغان د چین د مسلمانانو د بحران حل ممکن وګڼلو

23:59 - July 06, 2019
د خبر لمبر: 3482284
نړیواله ډله: رجب طیب اردوغان د ترکیه ولسمشر، چین ته د سفر په پایی کړې د دغه هیواد د اقلیتی مسلمانانو د ستونزو حل ممکنه وګڼلو.
د ایکنا راپور له مخې، د الجزیره خبرونو نه په نقل، اردوغان په چین کښې د دغه هیواد ولسمشر «زی جینپینگ» سره کتنې نه ورستو اعلان وکړو چې د دغه هیواد د سین کیانګ ولایت مسلمانانو ستونزې د دوه اړخیزه حساسیتونه په نظر کښې نیولو سره ممکنه دې.
هغه همدارنګه هغه کسانو ته چې غواړې له دغه موضوع نه استفاده سره په دواړو هیوادونو کښې د شخړو لپاره هڅې کوې غبرګون ورکړو.
بل اړخ ته د چین رسنۍ ادعا کړې چې اردوغان اعلان کړې دې چې په سین کیانګ کښې قومي اقلیتونو رضایت سره ژوند کوې که څه هم هغه په مرکه کښې د ترکی او چین په اړه رسنیو ته دارنګه خبره نه وه بیانه کړې.
د نړیواله بنسټونو د اعلان له مخې، یو ملیون کسان د چین مسلمانان چې زیات له هغو په اویغور او فزاق کښې دې، چې د چین د حکومت له اړخه سختو نیوکو او ظلمونو سره په سین کیانګ ولایت کښې مېشته دې.
له بله اړخه چین د ځنې هیوادونو له اړخه د پکن ملامته کولو او تور لګولو او د مسلمانانو لپاره په سین کیانګ سیمه کښې اجباري کیمپ جوړولو تور محکوم کړې او دا ټول تهمتونه یی غیر واقعي ګڼلې.
http://iqna.ir/fa/news/3824554
captcha