IQNA

علی شریعتی مزینانی

چې په دکتر علی شریعتی مشهور دې په ۲ آذر ۱۳۱۲ کښې د سبزوار په کاهک کلې کښې زېږدلې او ۲۹ خرداد ۱۳۵۶ کې په انګلیس ساوت همپتون کښې له نړۍ سترګې پټې کړې دې. هغه ټولنه پوه، دینی څېړونکې، د سیاسي او مذهبي فعالانو او مجاهدانو او د ایران اسلامی انقلاب شننونکې وو.شریعتی د اسلام په ټولنپوهه او تاریخ کښې نوې چلند وړاندې کړو. هغه انقلابی او حقیقی تشیع ته بېرته ګرځېدل د ټولنیزه عدالت تحقق لپاره ځواک ګڼلو. شریعتی، هغه د زیات شهرت سره په ایران اسلامی انقلاب کښې سهم، د مذهب ژوندې کولو لپاره فعالیتونه او د شاهی سلطنت په ټولنه کښې د وېښتیا لپاره فعالیتونه ترسره کولو له امله هم شهرت لرې. هغه په ۴۴ کلنه عمر کښې په انګلستان کښې له نړۍ سترګې پټې کړې او اوس هم د هغه وجود د شام په دمشق ښار کښې د حضرت زینب کبری سلام الله علیها سره نږدې ځای کښې ښخ شوې دې. د دې متفکر او پوهاند کور د تهران شهردارۍ له اړخه په موزه کښې بدل شوې دې.