IQNA

پی اس جی د رمضان مبارکې وړاندې کړه هغه هم په لهجه کښې

0:03 - May 10, 2019
د خبر لمبر: 3482154
ټولنیزه چینلو ډله: د فرانس پاری سن ژرمن کلب چې شپږ لوبغاړې یی په کښې د رمضان المبارک میاشتې مبارکې وایئ یوه ویډیو خپره کړې ده.
د ایکنا راپور له مخې، د فرانس پاری سن ژرمن کلب(د بي اس جي په توګه پېژندل شوی) په یو جلب کوونکې اقدام سره د خپلو مشهور لوبغاړو یوه ویډیو خپره کړې چې د رمضان المبارک میاشتې په اړه مبارکې وړاندې کوې.
دا ویډیو د پاری سن ژرمن فرانس کلب د فیس بک په رسمي پاڼه خپره شوې ده او په هغې کښې کیلین ام‌باپه، نیمار، تیاگو سیلوا، مارکینیوش او دراکسلر د رمضان المبارک مبارکې په ځانګړې لهجه سره وړاندې کوې، د رمضان د تلفظ طریقه د دغه لوبغاړو له اړخه څه دارنګه ده چې ښکارې د رمضان لفظ همدان تلفظ کوې چې همدا مسئله په ټولنیزه چینلو کښې د ایرانی کارنو د توجه وړ ګرځېدلې دی.
دا باید یادونه وشې، د شمېرې پر اساس د فرانس له ولسو ۱۰٪ مسلمانان دی، د فرانس مسلمانانو دغه ټولنې په اخیرني کلونو کښې پرمختګ کړې او زیاته شوې ده چې د دغه زیاتوالی یو سبب د سوری او د ځنې نورو اسلامی هیوادونو نه اروپا ته مهاجرت دی خو ولی د دغه زیات والی برخه د مسلمانانو اروپا ته مهاجرت ګڼلې کېږي.
د امریکا په پیو پوهنځې کښې وړاندې شوې راپور پر اساس، د ۲۰۱۰ نه تر کال ۲۰۱۶ ترمنځه له نیم ملیون نه زیات مسلمانان فرانس ته داخل شوې چې زیات له هغو نه عام کډوال وو نه پناه غوښتونکې، په دغه کلونو کښې، فرانس تقریباْ ۸۰ زره نور پناه غوښتونکې قبول کړې چې له هغو نه اکثره مسلمانان وو.
captcha