IQNA

د مصر قرآن نړیواله مقابلو شورو

22:00 - March 23, 2019
د خبر لمبر: 3482044
نړیواله ډله: د مصر قرآن نړیواله مقابلې له نن نه د ۶۰ هیوادونو ګډون کوونکو شتون سره شورو کېږي.
د ایکنا راپور له مخې، د صدی البلد خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر د نړیواله مقابلې ۲۶ دوره نن د محمد مختار جمعه د دغه هیواد اوقاف وزیر تقریر سره شورو شو.
هغه په خپل تقریر کښې اعلان وکړو چې دا مقابلې د ۶۰ هیواد سره د ۳۰ افریقایی هیوادونو ګډون سره پيل کېږي.
محمد مختار جمعه وویل: د افریقا ګټونکو ترمنځه به ځانګړې جوایز ډالي کېږي.
همدارنګه شوقي علام د مصر مفتي د قرآن مقابلو پرانیستا په مراسم  کښې دغه هیواد په اسلامی نړۍ کښې د تلاوت، حفظ او قرآن مقابلو پیل کوونکې ته د توجه او اهتمام پس منظر لرونکې وګڼلو.
هغه زیاته کړه: مصر، قرآن کریم په خپل اساسي قانون او حکومتي سیاست کښې ګډ کړې دی او قرآنی علمونه یی د خپلو غوره قاریانو او حافظانو له لارې ټولو اسلامی هیوادونو ته صادر کړي دی.
د مصر قرآن مقابلو دا دوره د دغه هیواد غوره قاري الشیخ محمود خلیل الحصیري په نوم ټاکلې شوې ده او د قرآن کریم کامل حفظ درې برخو تفسیر، د ټول قرآن حفظ له قرائت سره او د نوې قرآن یادوونکو ته ټول حفظ په یوه اونۍ کښې پیل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3799521/
captcha