د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په ټول پاکستان کښې نن خلک د نوروز اختر جشن ترسره کوی .
نوروز اختر د سپرلی د رارسیدا نښه ده چې خلک یې له سلګونو کسانو راهسې په ډیرې ولولې او جوش سره لمانځی .
په پاکستان کښې دنوروز اختر په مناسبت په بیلابیلو ښارونو او سیمو کښې د دعا او دجشن مراسم ترسره کیږی او خلک بیلابیل ډول ډوډۍ پخوی .
په ایران اسلامی جمهوریت کښې خلک تر دیارلسو(۱۳) ورځو پورې د نوروز اختر مراسم او جشنونه ترسره کوی او اکثره خلک په سفرونو ته ځی چې له سپرلی خوند واخلی .
په افغانستان کښې هم نوروز اختر په رسمی ډول له مزارشریف ښار څخه شروع کیږی .
په مرکزی اسیا هیوادونو کښې هم د نوروز اختر مراسم په ډیرې ولولې او جوش سره ترسره کیږی .
دغه راز د پاکستان او دهندوستان په ځینو سیمو کښې هم د نوروز اختر په مناسبت د دعاد ترسره کولو مراسم ترسره کیږی .
دنوروز اختر مراسم په ټولنه کښې د یوزړه توب او د ورورګلوۍ احساسات پیاوړی کوی او دنوروز په شان اختر دخلکو د قدرت بیلګه ده .