د ایکنا راپور له مخې، د الکفیل نړیواله چینل نه په نقل، دا جشن به د جامو او کشمير(د هند په قبضه کښې) ولایت په پلازمینه سرینګر ښار کښې د امام علی علیه السلام د زوکړې ورځ ۱۳ رجب باندې به پيل کېدو خو ولی د پاکستان او د هند ترمنځه د تاوتریخوالی او ستونزو نه ورستو د هند مرکزي حکومت دغه ولایت ته دې کال ټولې بهرني ویزې لغو کړي نو دغه جشن به له دې کبله به نه پیل کېږي.
دا جشن هر کال د حضرت عباس علیه السلام د حرم په همت او د امام علی، امام حسین او عسکریین علیهم السلام ګډون سره پيل کېدو او د حضرت عباس علیه السلام د حرم له اړخه د دغه جشن اوومه دوره پيل کولو تدارک او اړین چمتووالی کړې وو.
د حضرت عباس علیه السلام د حرم له په یوه اعلامیه کښې اعلان شوې: د هند د حکومت له اړخه د بهرنې مسافرتي ویزو دغه ولایت ته لغو کولو معنا په سرینګر ښار کښې د امیرالمومنین علیه السلام کلنې کلتوري جشن به دې کال پيل کېدو امکان نه وې.
په دغه اعلامیه کښې راغلې: د حضرت عباس علیه السلام حرم د هند او عراق ټولو مومنانو ته اطلاع ورکوې چې دغه جشن به په دې کال کښې لغو وې او راروان کال به ان شاء الله پیل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3798731