IQNA

په لويديځه غاړه کښې د دريو صهيونېسټي فوځيانو مرګ ژوبله

21:27 - October 07, 2018
د خبر لمبر: 3481592
نړیواله ډله: له رام الله سره نزدې په آرييل ښارګوټي کښې د يو فلسطيني ځوان په ډزو سره درې صهيونېسټي فوځيان هلاک يا ژوبل شول.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د اسرائيلي «صفر څلور صفر څلور نومې» سائيټ په نقل سره د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې په دغو عملياتو کشې درې اسرائيلي فوځيان ژوبل شول چې له هغو څخه دوه تنه د زياتې وينې بهېدو له امله په هلاکت ورسېدل.د عملياتو عامل د پېښې له ځاے تښتېدلے دے او صهيونېسټي امنيتي ځواکونو د هغه د موندلو لپاره هلې ځلې شروع کړې دي.
د دا ډول عملياتو د تکرارېدو له ويرې په آرييل ښار ګوټي کښې  زيات صهيونېسټي فوځيان ځاے پرځاے شوي دي.
په همدې حال کښې د فلسطين اسلامي جهاد غورځنګ غړي مثنی النجار تاکيد وکړ، دغه عمليات په غزه، قدس شريف او خان لاحمر کښې د غاصبو صهيونېسټانو د جنايتونو په ځواب کښې دي.
د دغه غورځنګ وياند داود شهاب هم وويل د صهيونېسټانو جنايتونه به بې ځوابه پرې نښودل شي.
هغه له صهيونېسټ مېشته ښارګي جوړونې سره مبارزه د مبارزانو او انقلابيانو روا او قانوني حق وبلۀ او له فلسطيني ملت څخه يې وغوښتل د نيواکګرو ترهه ګرو په مقابل کښې دې ټينګ اودريږي.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i77091
captcha