IQNA

امریکا دکیمیائی وسلو له ختمولو سره مخالفه ده

23:51 - August 13, 2018
د خبر لمبر: 3481425
نړیواله: دروسیې خارجه وزیر په دې خبرې کولو سره چې روسیه درې کاله کیږی ، دخپلو کیمیائی وسلو سلاکوټونه ئې ختم کړی دی او دکیمیائی وسلو دبندیز نړیوالې موسسې هم تائید کړی دی ، ووئیل ، امریکا هم باید له روسیې سره په برابرې مودې کې دغه مرحله پای ته رسولی وائ .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  نن په یو لړ څرګندونو کې  د روسیې په خلاف  دامریکا نوو بندیزونو ته په اشارې سره  ووئیل  د کیمیائی وسلو دبندیز نړیوالې موسسې (او پی سی ډبلیو) د روسیې  دکیمیائی وسلو  د سلاکوټونو ختمول تایئد کړی   او دا په داسې حال کې دی چې  واشنګټن تر دې دمه  دغه بهیر تر پایه نه دی رسولی .
د روسیې خارجه وزیر په دې خبرې کولو سره چې  روسیه درې کاله کیږی ،  دخپلو کیمیائی وسلو  سلاکوټونه ئې  ختم کړی دی  او دکیمیائی وسلو دبندیز نړیوالې موسسې هم تائید کړی دی ، ووئیل ،  امریکا هم باید  له روسیې سره په برابرې مودې کې  دغه مرحله پای ته رسولی وائ .
لاؤروف په دې خبرې سره چې  امریکا نیّت لری ،  دخپلو کیمیائی وسلو  له مینځه وړل تر ۲۰۲۰ کال پورې وځنډوی  روښانه کړې ، امریکایان  دکیمیائی وسلو له ختمولو سره په چورلټ ډ ول مخالف دی .
د امریکا  خارجه وزارت  په همداوروستیو کې  په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ،  دروسیې په ضد نوی بندیزونه  د اګست له دوویشتمې  نیټې اجرائی کیږی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i75568
captcha