IQNA

میلیونونه یمنیان له لوږې رنځیږي

22:09 - August 11, 2018
د خبر لمبر: 3481416
نړیواله :میرمن لیزا ګراندي وویل: اوس وخت دی چې نړۍ د یمن د خلکو ترڅنګ ودریږي او ورسره د پيوستون څرګندونه وکړي.

میلیونونه یمنیان له لوږې رنځیږيد ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،په یمن کښې د ملګرو ملتو د انساني چارو غږملونکې پرون د دغه هیواد انساني حالات غمیزه ناک وبلل او څرګنده یې کړه: نن سبا په یمن کښې څه باندې اته میلیونه کسان له سختې لوږې او له اوو میلیونو زیات کسان له خوار ځواکۍ کړیږي.
میرمن لیزا ګراندي وویل: اوس وخت دی چې نړۍ د یمن د خلکو ترڅنګ ودریږي او ورسره د پيوستون څرګندونه وکړي.
هغې همداشان د یمني زده کونکو په یو بس باندې د سعودي جنګي الوتکو د پنجشنبې ورځې حمله وغندله او ویې ویل: دا څه چې په ضیحان کښې وشول، یوه بوږنونکې او د نه منلو وړ پيښه وه.
د ویلو ده چې د تیري ګر سعودي رژیم جنګي الوتکو وړمه ورځ د یمن د صعده ولایت په ضیحان ښار کښې د یمن د زده کونکو ماشومانو په یو بس باندې بمباري وکړه چې له امله یې ۵۵ ماشومان مړه او ۷۷ نور زخمي شوي دي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-75506

captcha