IQNA

د معظم لارښود شخصیت او ژوند په اړه په عراق کښې کتاب نشر شو

0:21 - August 11, 2018
د خبر لمبر: 3481414
نړیواله ډله: د معظم لارښود شخصیت او ژوند په موضوع د «هذا قائدی» عنوان سره یو کتاب په عراق کښې د ایران کلتوری سازمان له اړخه چاپ او نشر شو.

د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، په دې کتاب کښې د نوې سبک او د ځانګړې فصلونو سره په هره برخه کښې ځانګړې انځورونه سره هڅه شوې ده چې د حضرت آیت الله خامنه ای مدظله العالی شخصیت باندې د عربی نړۍ عمومي خلک د مخاطب په توګه نظر کې نیولو سره رڼا واچولې شي.
په دې کتاب کښې د لارښود معظم آیت الله خامنه ای له زوکړې، تحصیل، د ژوند ډول، شخصیت، د انقلاب وخت، د جنګ وخت، سپېڅلې دفاع او اوسني وخت باندې رڼا اچولې شوې ده.
همدارنګه د دې کتاب لوستونکې به په اخیرنۍ برخه کښې، د اسلامی انقلاب معظم لارښود د نا پېژندل شوي اړخونو، د جذب کوونکې ژوند او ښکلې یادونه سره اشنا شي.
iqna.ir/fa/news/3737193
captcha