د پاکستان ځینو رسنيو خبر ورکړى چې د پخواني ولسمشر جنرال پروېزمشرف نږدې ملګرى پخوانې پاکستانى جنرال د افغانستان په جګړه کې وژل شوى دى. خو د هغه زوی له رسندویو سره په خبرو کې دا ادعا رد کړی ده او وایی چی د هغه پلار د افریقا په یوه هیواد کې په تبلیغ بوخت دی .
د(پاکستان ټوډې ورځپاڼې) په شمول یوشمېر پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى چې جنرال شاهد عزيز په دې وروستيوکې په افغانستان کې د يوې نښتې پر مهال وژل شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نوموړي پلان درلود چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر ضد وجنګيږي او يا هم د جګړو پلانونه تنظيم کړي.
خو د پاکستان حکومت تر اوسه د نوموړي په اړه رسمي دريـځ نه دى څرګند کړى.
د راپورونو له مخې، جنرال شاهد عزيز د پاکستان په پوځ کې ٣٧ کاله دنده ترسره کړې او ددرې ستورو جنرال وو.