IQNA

د پاپ روهینګیا مسلمانانو سره خواخوږې د افراطی بودائیانو غضب

19:01 - December 06, 2017
د خبر لمبر: 3480853
نړیواله ډله: بنګلادېش کښې د روهینګیا کډوالو سره د نړۍ  کاتولیک  مسیحیانو لارښود فرانسیس پاپ، خواخوږي د افراطی بودائیانو غضب او اعتراض په ټولنیزه چینلو کښې راپارولې.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آراکان خبرونو نه په نقل، د نړۍ کاتولیکو لارښو پاپ فرانسیس په بنګلادېش کې د میانمار کډوالو یوې ډلې سره کتنه وکړه او هغوي سره په خبرو کښې روهنیګیا لفظ استعمالو سره د افراطی بودائیانو غضب او غصه په ټولنیزه چینلو کښې راپاروله.
د نړۍ د کاتولیکو لارښود که څه هم په میانمار ته سفر کښې، د مسیحیانو په دغه هیواد کښې اقلیت له وجهې او د هغوي لپاره د وېرې له سببه او د افراطی بودائیانو د غضب او غصې نه بچ کېدو لپاره د مسلمانانو په اړه خبرې نه وې کړي خو ولی بنګلادېش ته په سفر کې یی د روهینګیا مسلمانانو سره کتنه وکړه او هغوي ته یی د روهینګیا اقلیت خطاب وکړو.
د میانمار افراطی بودائیان او د دغه هیواد حکومت، دا لقب نه منې او مسلمانان د بنګال غیر قانونی کډوال بولي.
فرانسییس پاپ واتیکان ته تللو سره څرګنده کړي چې هغه په میانمار کې د روهنیګیا په اړه د کډوالو سره کتنه کړي او د هغوي حال یی ژړلې دی.
هغه خبریالو سره مرکه وویل: د روهنیګیا د کډوالو یوې ډلې کتنه کښې د هغوي زما مخامخ له سترګو اوښکې روانې وي او ما هم ورسره ژړا وکړه، که څه هم ما دا موضوع پټ ساتلو.
د پاپ له اړه د دارنګه خبرو خپرېدل، د میانمار افراطیانو غضب او غصه په ټولنیزه چینلو راپورته کړي، یو دا څي هیواد چې له ورستو ۵۰ کالو رسې د ټولنې سره اړیکو باندې قهر وو خو ولی اوس په ټولنیزه ګروپونو کښې فعال شوي دي.
د میانمار بودائی کارن چې په ټولنیزه ګروپ کښې شتون لري اونګ سو لین د خپل فیس بک په پاڼه لیکې: هغه د هوا بدلون سره رنګ بدله وې.
یو بل کارن چې یی لین مونګ نوم لري خپله پاڼه باندې لیکې: پاپ یو دینی شخصیت دي، سره دې بیا هم په یو هیواد کې یورنګه او په بل هیواد کې بدله خبره کوي.
پاپ له روهینګیا واژه د میانمار کډوالو مسلمانانو لپاره استعمالو نه پس د ټولنیزه چینلو ځنې کارنو ګواښ سره مخامخ شوي.
ویلې شوي، فرانسیس پاپ د جمعه په ورځ لومړي ځل خپل آسیا ته اوږد سفر کښې د په بنګلادېش کښې د روهنیګیا مسلمانانو کډوالو یوې ډلې سره کتنه کې له روهینګیا لفظ نه استفاده کړي وه.
http://iqna.ir/fa/news/3669472
captcha