IQNA

د سوريې مفتي اعظم:

قدس شريف ته رسېدونکي يوو

0:27 - December 06, 2017
د خبر لمبر: 3480848
ساسي ډله: د سوريې مفتي اعظم د دې په بيانولو سره چې صراط مسقيم شروع شوے دے وويل: مونږ قدس شريف ته رسېدونکي يوو.

قدس شريف ته رسېدونکي يووقرآنی خبر خپروونکې نړیواله تولنه(ایکنا) راپور له مخې، د iuvmprss خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سوريې مفتي اعظم شېخ احمد بدرالدين حسون نن په تهران کښې د اسلامي وحدت په يو دېرشم نړيوال کانفرنس کښې وويل:نن زېرے ورکوم چې د عراق له موصل او د سوريې له دېرالزور او حلب نه وروسته له تهران څخه موصل، بغداد، دېرالزور، حلب، حماه، حمص، دمشق، بيروت او جبل عامل ته خلاصه شوې ده او د خداے په فضل او غوښتنې سره به دغه لار قدس شريف ته ورسي.
شېخ حسون د دې په بيانولو سره چې هغه لار چې پرانېستې شوې ده صراط مستقيم ده او په دغه لاره کښې سوريه او د ايران اسلامي جمهوريت کامياب شوي دي زياته کړه: هغه ايران کامياب شوے دےچې سياست يې هم هغه شان د نړۍ له مستضعفينو څخه ملاتړ دے.
د سوريې مفتي اعظم واضحه کړه: د اسلام د دښمنانو د ګمراه افکارو په ډاګه کېدو سره د اسلامي مذهبونو له نزدېکت څخه رامنځته شوے تفکر د اسلامي هېوادونو د جوماتونو او امامباړو د ضرورت وړ تفکر دے.
د عراق د مجلس اعلای اسلامي مشر شېخ همام حموديه هم په دغه نړيوال کانفرنس کښې له ټولو اسلامي مذهبونو او قومونو وغوښتل چې د اسلام د مبين دين په مترقي تعليماتو باندې په تکيې سره د نوي اسلامي تمدن د تشکيلېدو لپاره دې هلې ځلې وکړي.
هغه له خپل اسلامي تشخص خه د مسلمانو ځوانانو د بېګانه کولو په لار کښې د اسلام د دښمنانو تشخصي دسيسو ته په اشارې سره وويل: نن د مسلمانانو په خلاف يو ډېر پېچلے جنګ روان دے چې د دغې دسيسې او د سيمې د نورو دسيسو د پردې شا ته د صهيونېسټ رژيم د پښو نښې نښانې ليدې شوو.

captcha