IQNA

د انګلیس شنونکي د ایکنا سره مرکه کې:

د قدس نړیواله ورځ د فلسطین د بیا روغولو یو فرصت دی

13:11 - June 25, 2017
د خبر لمبر: 3480562
نړیواله ډله: رادنی شکسپیر دې ته اشارې سره چې نړۍ د عربستان، اسرائیل او امریکا شیطانی کارونو په اړه بیدارېږي. د قدس نړیواله ورځ یی د فلسطین بیا روغولو یو فرصت وګڼلو.
د قدس نړیواله ورځ د فلسطین د بیا روغولو یو فرصت دی

د انګلیس کارپوهه او د سیاسي او اقتصادي چارو پوهاند او شنونکي پروفیسر رادنی شکسپیر قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې د قدس نړیواله ورځ په اړه وویل: د منځنی ختیځ ستونزو او بحرانونو د فلسطین او غزه مسئله څنډ ته کړې ده. اسرائیل په یوه ستره جبهې کې فعالیت کوې چې په دې باوري شي چې اوس یو هیواد هم د هغه د غوښتنو او خوښې پراختیا مخامخ د مقاومت توان نه لرې او د نړۍ ټول غوره دموکراتيک غورځنګونه البته د ایران پرته وځپلې شي.

د قدس نړیواله ورځ او د ایران د ټولو هڅو نه پرته ممکنه ده چې فلسطین هېر شی، ځکه چې غربی رسنۍ غواړې چې د فلسطین مسئله له منځه پاکه کړې خو که توان یی ولري.

رادنی شکسپیر په ادامه کې وویل: د ځنې عربی هیوادونو اسرائیل سره اړیکې لرل د فلسطین لپاره حيرانوونکي دی او څرګنده نښې شتون لري چې امریکا د عربستان او د اسرائیلو ترمنځه د اړیکو نه پټ حمایت کوې خو ولی هغوي له ماتې سره مخامخ دې او خلک د عربستان، اسرائیل او امریکا شیطانی کارونو په اړه بیدارېږي.

هغه ادامه کې وویل: هغوی غواړي چې په منځني ختیځ کې ولسواکې له منځه لرې کړې چې اسرائیل اسانۍ سره د خپلې خوښې پراختیا ترلاسه کړې، دا شیطانی محور غوړې چې د مسلمانانو خپلواکه هیوادونه له منځه وړلو سره دا کار ترلاسه کړې چې هغوي د اسرائیلو مخامخ مقاومت نه پرېوځي.

شکسپیر څرګنده کړه: داعش هم د دې شیطانی محور لکۍ ده چې هیڅکله اسرائیل ته مخامخ نشي، خو ولی د اسلامی هیوادونو ویجاړتیا او تباه کول غواړي.

هغه وویل: دا چې په سیمه کې ځنې هیوادونو د اسرائیل مخامخ ودرېدو په ځای خپله دښمنې ایران سره څرګنده کړې ده دې لپاره ده چې دا حکومتونه په عمومي توګه دیکتاتورې حکومتونه دی چې له امریکه یی حمایت کوي، هغوي په ایران کې د ولسواکه حکومت خلاف دی.

شکسپیر په اخیره کې وویل: د فلسطین د مسئلې په اړه، په عمومي توګه حالات ښه نه دی خو ولی په نړۍ کې ځنې بدلون روان دې او هیله لرو چې دا بدلون به د فلسطین مظلوم او شکنجه شوي ولس لپاره د ازادی امید وي.

http://iqna.ir/fa/news/3612424


captcha